له افغانستانه بهر په زده کړو بوخت استادان تنخواګانې ترلاسه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122510-له_افغانستانه_بهر_په_زده_کړو_بوخت_استادان_تنخواګانې_ترلاسه_کوي
دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت له اعلان سره سم د پوهنتونونو د هغو استادانو د معاشونو د کمولو په پرېکړه له سره غور کړی چې په بهر کې زده کړې کوي او د دغو کسانو معاشونه به د پخوا په څېر ورکول کېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2022 03:11 Asia/Kabul
  • له افغانستانه  بهر په زده کړو بوخت استادان تنخواګانې ترلاسه کوي

دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت له اعلان سره سم د پوهنتونونو د هغو استادانو د معاشونو د کمولو په پرېکړه له سره غور کړی چې په بهر کې زده کړې کوي او د دغو کسانو معاشونه به د پخوا په څېر ورکول کېږي.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د طالبانو د رئیس الوزرا دفتر له دې مخکې د لوړو زده کړو وزارت د دغې ډلې د هغو استادانو د معاشونو د ورکړې په غبرګون کې چې په بهر کې په زده کړو بوخت دی، ویلی وو چې دغه استادان د معاش حق نلري.

خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د وزارت په هڅو او رئیس الوزرا په "مهربانۍ" سره یې دا پرېکړه کړې ده چي د معاشونو قطع کول تعدیل شوي او د هغه پروفیسورانو معاشونه به پلي شي چې زده کړې کوي.

په همدې حال کې په بهر کې استادان وايي چې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

په دې وروستیو کې د تخار پوهنتون یو استاد چې په بهر کې ژوند کوي، ویلي چې د پیسو د نه شتون له امله خپل یو ماشوم ناروغ له لاسه ورکړ. هغه وايي چې د خپل ماشوم د درملنې توان يي نه درلود

د پوهنتونونو استادانو له طالبانو غوښتي چې د دې ډلې د استادانو د معاشونو د کمولو په اړه دې د بورسونو په ګډون په خپله پرېکړه له سره غور وکړي