د بشري حقوقو موسسې د طالبانو په کړچار نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122548-د_بشري_حقوقو_موسسې_د_طالبانو_په_کړچار_نیوکه_وکړه
شفقنا خبري اژانس وايي د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ د نیول شویو ښځو د شکنجه کولو په دلیل د طالبانو په موقته حکومت نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2022 01:01 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو موسسې د طالبانو په کړچار نیوکه وکړه

شفقنا خبري اژانس وايي د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ د نیول شویو ښځو د شکنجه کولو په دلیل د طالبانو په موقته حکومت نیوکه وکړه.

د بشري حقوقو په تیره بیا د ښځو د حقوقو دفاع کونکو موسسو تراوسه په ځلونو د طالبانو په موقته حکومت نیوکې کړي دي.

د ښځو لپاره د بیلابیلو محدودیتونو رامینځته کول او په تیره بیا د زده کړې د دوام له حقه د  میرمنو محرومول د دغه نیواکو اصلي چورلیزونه جوړوي.

د طالبانو له بیا بیا ژمنو سره سره راپورونه د افغانستان له میرمنو سره د دغه ډلې د ناوړه چلند کولو ښودنه کوي.

دا ځل د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ طالبان  په زندانونو کښې د ښځو په شکنجه کولو او ځورولو تورن کړي دي.

دغه موسسې پرون په یوه راپور کښې وویل د طالبانو په کړچار باندې د افغانستان اعتراض کونکي میرمنې له نیول کیدا وروسته له خپلو ماشومانو سره یوځاې شکنجه کیږي، سپکاوی یې کیږي او هغوې له اسانتیاو څخه محرومول کیږي.

د بشري حقوقو د څارنې موسسې دغه راپور د افغانستان له یوشمیر اعتراض کونکو میرمنو سره چې طالبانو نیولي دي له مرکو وروسته برابر شوی دی.

دغه موسسې د طالبانو لخوا د افغانستان د اعتراض کونکو ښځو ځپل وحشیانه کار وباله او په افغانستان باندې باندې د  خپل واک په لومړۍ اونۍ کښې د میرمنو اعتراضونو ته د طالبانو غبرګون یې څاروي ډوله وباله.