ایران کښې د افغانستان په لکونو زده کونکي درس وايي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي وویل: په روان تحصیلي کال کښې د ایران په ښوونځیو کښې د افغانستان پینځه لکه شل زره زده کونکي په زده کړې بوخت دي.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په ایران کښې د افغانستان د هستوګنه ښاریزو په هکله وویل تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کښې حالات په سیاسي ، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو کښې یوه نیمه پایداره ثبات ته ونه رسیږي په ایران کښې د افغانستان د ښاریزو شتون دوام لري.
هغه په دې خبرې سره چې ایران په سیمه کښې تر ټولو زیات کډوال لري وویل د سیمې هیڅ هیواد حتی پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت په شان د کډوالو د منلو ظرفیت او جاذبه نلري او هیڅ هیواد د ایران په شان د افغانستان له بدلونونو اغیز منونکی نه دی.
کاظمي قمي په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک د نوي اسلامي تمدن په بڼه خپلیدا کښې تر ټولو زیات اغیز او رول لرلی شي وویل د مهاجرت مسلې ته د اوږدمهاله سټراټيژۍ نلرل د دې موضوع په اړه د هیواد اصلي مسله ده.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ډاګینه کړه له ایران سره د افغانستان د طالبانو د جنګولو لپاره د امریکا هڅه، د پراخ بنسټه حکومت د نه جوړولو په شمول په سیمه کښې د ناامنۍ د زیاتولو لپاره د امریکا سیاستونه د افغانستان په هکله د ایران چیلنجونه دي.