د طالبانو پلاوي د فلسطین د علماو له پلاوي سره کتنه وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فلسطین د علماو د پلاوي له مشر نواف تکروري سره په کتنه کښې د افغانستان ګډو وډو اقتصاد حالاتو ته په اشارې سره د مذهبي مشرانو د رول د لوبولو غوښتنه وکړه.
طالبان چې په تیر میلادي کال کښې واک ته له رسیدا وروسته د امریکا له سختو بایکاټونو سره مخامخ دي د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو هڅه کوي او هیله من دي د دغه غوښتنې په تحقق وروسته د افغانستان د خلکو ګډوډ اقتصادي حالت ښه شي.
له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو ټینګولو ته د افغانستان د طالبانو د ګروهنې په هکله د ځینو رسنیو لخوا د نه تائید شویو خبرونو له خپریدا سره په یووخت د دغه ډلې د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د ترکیې د اسلامي مدارسو د علماو د اتحادیې د مشر په غږملتیا سره په ترکیې کښې د فلسطین د علماو د پلاوي له مشر نواف تکروري سره کتنه وکړه.
د طالبانو د موقته حکومت د یوه شخصیت محمد اکبر اعظمی او په خارجه وزارت کښې د سټراټيژیکو تحقیقاتو د مرکز د مشر ولي الله شاهین په شمول د طالبانو د موقته حکومت یوشمیر چارواکو په دغه کتنې کښې ګډون کړی و.
ذبیح الله مجاهد په دغه کتنه کښې د افغانستان د روانو حالاتو په بیانولو سره د دغه هیواد د خلکو په وړاندې د علماو په دندو ټینګار وکړ.
د فلسطین د علماو د پلاوي مشر ډاکټر نواف تکروري هم د اسلامي نړۍ له علماو څخه وغوښتل چې په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت سره ملګرتیا وکړي.
اقتصادي کړکیچ د افغانستان د خلکو ژوند له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.