د افغانستان خلک باید په پخوانیو چارواکو شکایت وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122726-د_افغانستان_خلک_باید_په_پخوانیو_چارواکو_شکایت_وکړي
شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان له خلکو وغوښتل د هیواد د پخوانیو چارواکو په هکله شکایتونه د غور لپاره وړاندې کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2022 09:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلک باید په پخوانیو چارواکو شکایت وکړي

شفقنا خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان له خلکو وغوښتل د هیواد د پخوانیو چارواکو په هکله شکایتونه د غور لپاره وړاندې کړي.

د افغانستان د طالبانو له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون ویاند احمد الله وثیق نن وویل دغه کمیسیون به د هیواد د پخوانیو حکومتونو په سیاسي شخصیتونو او چارواکو باندې د ښاریزو په شکایتونو غور وکړي.

احمد الله وثیق وویل دغه کمیسیون به  د هغو سیاسي شخصیتونو پرضد  چې افغانستان ته ورستانه شوي  او له مصونیته برخور دي  د خلکو لخوا د شکایت له کولو او د مطرح شوي شکایت د تائیدیدا په بڼه کښې په نوموړیو شکایتونو او تورونو غور وکړي.

تراوسه د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په سلګونو لوړرتبه چارواکي او شخصیتونه هیواد ته ستانه شوي او طالبانو یې شمیر درې سوه اویا تنه اعلان کړی دی.