په افغانستان کې د ثبات د تامینولو لپاره دې نړۍمرسته وکړي
شیرمحمد عباس ستانکزئ ووئيل،مونږ د دوستو په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره خپل اقتصادي،تجارتي اوسیاسی مسائل او مشکلات حل کولی شو.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د وزارت دسرپرست مرستیال په دغه هیواد کې د بیارغاونې او د امنیت او ثبات د ټينګولو لپاره له افغانستان سره دنړۍ د مرستې غوښته وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو دبیرته واکمنیدا او په امریکائي بانکونو کې د دغه هیواد دکابو لس میلیارډ ډالري شتمنمیو دکنګل کیدا له یوه کال تیریدا سره،طالبان د هیواد د اداره کولو لپاره له سختو شرائطو سره لاس او ګریوان دي.په دغه شان شرائطو کې دنړیوالې ټولنې مالی مرستې له اقتصادي مشکلاتو څخه دتیریدا لپاره د طالبانو یوازینۍ هیله ده.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د طالبانو د خارجه وزارت دسرپرست سیاسی چارو مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزئ د کلونو کلونو جنګ او نیواکګرۍ په دلیل د افغانستان دمشکلاتو اندازې ته په اشارې سره ووئيل، په دغو شرائطو کې د افغانستان دبیخ بینائي مشکلاتو د حل لپاره دنړۍ مرستې اړینې دي.
ستانکزئ ووئيل،مونږ د دوستو په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره خپل اقتصادي ، تجارتي اوسیاسی مسائل او مشکلات حل کولی شو.