په افغانستان کې د ثبات د تامینولو لپاره دې نړۍمرسته وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122822-په_افغانستان_کې_د_ثبات_د_تامینولو_لپاره_دې_نړۍمرسته_وکړي
شیرمحمد عباس ستانکزئ ووئيل،مونږ د دوستو په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره خپل اقتصادي،تجارتي اوسیاسی مسائل او مشکلات حل کولی شو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 28, 2022 08:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ثبات د تامینولو لپاره دې نړۍمرسته وکړي

شیرمحمد عباس ستانکزئ ووئيل،مونږ د دوستو په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره خپل اقتصادي،تجارتي اوسیاسی مسائل او مشکلات حل کولی شو.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د وزارت دسرپرست مرستیال په دغه هیواد کې د بیارغاونې او د امنیت او ثبات د ټينګولو لپاره  له افغانستان سره دنړۍ د مرستې غوښته وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو  دبیرته واکمنیدا  او په امریکائي بانکونو کې د دغه هیواد دکابو  لس میلیارډ ډالري شتمنمیو دکنګل کیدا له یوه کال تیریدا سره،طالبان د هیواد د اداره کولو لپاره له سختو شرائطو سره لاس او ګریوان  دي.په دغه شان شرائطو کې دنړیوالې ټولنې مالی مرستې له اقتصادي مشکلاتو څخه دتیریدا لپاره د طالبانو یوازینۍ هیله ده.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د طالبانو د خارجه وزارت دسرپرست سیاسی چارو مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزئ د کلونو کلونو جنګ او نیواکګرۍ په دلیل د افغانستان دمشکلاتو اندازې ته په اشارې سره  ووئيل،  په دغو شرائطو کې د افغانستان دبیخ بینائي مشکلاتو د حل لپاره   دنړۍ مرستې اړینې دي.

ستانکزئ ووئيل،مونږ  د دوستو په تیره بیا د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره خپل اقتصادي ، تجارتي اوسیاسی مسائل او مشکلات حل کولی شو.