Oct 31, 2022 04:43 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د افغانستان د زلزله ځپلې سیمې ورغوي

مولوی سراج الدین حقاني سره په کتنې کې په افغانستان کې د ملګروملتو ددفتر یوناما له مشرې  رزا اوتونبایوا په دې اړه په تفصیل سره د ملګروملتو د استازې بشپړ  راپور ئې وړاندې کړ.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ،دافغانستان د طالبانود  کورنیو چارو وزارت سرپرست مولوی سراج الدین حقانی په کابل کې د یوناما دفتر له مشر سره په لیدوکاتو کې  دافغانستان په جنوب ختیځ کې د ز لزله ځپلو سیمو  د بیا رغونې په باب خبرې اترې وکړې.

د جون په ۲۲نیټه  په شپږاعشاریه یو ریشتر زورورې زلزلې کې د افغانستان دجنوب ختیځ پکتیا،پکتیکا او خوست ولایتونو  پراخې برخې زیانمنې شوي او او کابو زر کسان ئې وژلی او دغه راز ئې کابو دوه زره نور هم ټپیان کړي وو.

مولوی سراج الدین حقاني سره په کتنې کې په افغانستان کې د ملګروملتو ددفتر یوناما له مشرې  رزا اوتونبایوا په دې اړه په تفصیل سره د ملګروملتو د استازې بشپړ  راپور ئې وړاندې کړ.

سراج الدین حقاني  هم په دغې کتنې کې د ملګروملتو او نورو مرستندویو هیوادونو د مرستو په منندې سره په افغانستان کې له یوناما سره د لازموملګرتیاؤ او دکاري خوندیتوب  او امنیت پر تامینیدا ټينګار وکړ او وې وئيل باید ملګري ملتونه په دې اړه  د زلزله ځپلو سیمو له ژمي مخکې په بیا رغونې بیړه وکړي.

 

ټیګونه