په افغانستان کې ناچاودو توکو (۶) کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
زمونږ خبریال وايي افغانستان په زابل ولایت کې یوه سرګلوله چاودلې چې په پایله کې یې (۴) تنو ته ټپونه پریښودل چې په ټپیانو کې یوه (۱) میرمن او (۳) تنه هم ماشومان شامل دي.
د زابل ولایت دامنیتي چارواکو په وینا دا پیښه د دې ولایت د (کاکړانوچینې) په سیمه کې رامنځته شوې ده چې د زابل د ولایتي روغتون ته د پیښې له ځایه څخه (۴) تنه زخميان ور وړل شوي دي.
ویل کیږي چې په ټپیانو کې د یوې ماشومې روغتیایي حالت نازک بلل شوی او د درملنې په موخه کندهار ولایت ته انتقال شوې ده.
له بل لور بیا د هلمند امنیتي چارواکي زیاتوي چې د دې ولایت د مرکز (لښکرګاه) ښار د دریمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ناچاودو توکو چاودنې (۲) تنه ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې ویل شوي چې دا پېښه هغه مهال منځته راغله چې یادو ماشومانو په یادو چاودېدونکو توکو لوبې ترسره کولې چې چاودنه یې کړې یو ماشوم یې وژلی او یو تن یې هم ټپي کړی چې یاد ټپي شوی ماشوم د درملنې په موخه دیاد ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شوی دی.
په افغانستان کې کله نا کله د نا چاودو توکو له کبله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیری علتونه یې د نا پوهي له امله له هغو تو کو سره تماس یا لوبې کول بلل شوي چې مخکې چاودلې نه وي.