د افغانستان میرمنو په کابل کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122992-د_افغانستان_میرمنو_په_کابل_کښې_مظاهرې_وکړې
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې ښځو د طالبانو د موقته حکومت په کړچار او د ټولنې د دغه پرګنې د زده کړې د دوام لپاره په رامینځته شویو محدودیتونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2022 01:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان میرمنو په کابل کښې مظاهرې وکړې

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې ښځو د طالبانو د موقته حکومت په کړچار او د ټولنې د دغه پرګنې د زده کړې د دوام لپاره په رامینځته شویو محدودیتونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

په کابل کښې پرون میرمنو مظاهرې وکړې او هغوې  وویل طالبانو پرون د دوې د زده کړې مدرکونه او سندونه څیري کړل او دغه ډلې  د کابل په شهرنو پارک کښې د دغه اعتراضیه غونډې د خبري پوښښ لپاره د خبریالانو د فعالیت مخه ونیوله.

د افغانستان اعتراض کونکو میرمنو وویل ښځو د سوله ییزې غونډې د ترسره کولو نیت درلود خو د طالبانو چارواکو د دغه سوله ییزو مظاهرو مخه ونیوله.

د افغانستان مظاهره کونکو میرمنو نړیواله ټولنه په تیر یوه کال کښې د هیواد د ښځو غوښتنو ته په پام نه کولو ورټله.

د افغانستان په تیر حکومت کښې د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله پرون د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره په ټیلي فوني خبرو کښې  د انجلیو لپاره  له شپږم ټولګې څخه د بره کلاسونو او ټولګیو د بیرته پرانیستل کیدا غوښتنه وکړه.

د افغانستان رسنیو هم په تیرې یکشنبې ورځ د انجلیو د ښوونځیو د تړل کیدا په دلیل د  هیواد د کورنیو د مهاجرت خبر ورکړ.

د طالبانو موقته حکومت په ځلونو د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو له ژمنې سر غړولی دی او د جینیو محصیلینو د زده کړې په دوام  کښې خنډونه رامینځته کوي چې دغه چارې د افغانستان د ښځو د ټولنې لپاره سخت شرایط رامینځته کړي دي.