د افغانستان دانرژۍ اواوبو وزارت د عمومي ګټو دوې پروژې اعلان کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123230-د_افغانستان_دانرژۍ_اواوبو_وزارت_د_عمومي_ګټو_دوې_پروژې_اعلان_کړې
هغه زياته کړه، چې د دغه پروګرام پر بنسټ به د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د وزارت په پروژو کې د پانګونې زمينه برابره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2022 03:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان دانرژۍ اواوبو وزارت د عمومي ګټو دوې پروژې اعلان کړې

هغه زياته کړه، چې د دغه پروګرام پر بنسټ به د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د وزارت په پروژو کې د پانګونې زمينه برابره شي.

 

افغان غږ خبری آژانس وایی په دغو پروژو کې په پکتیکا ولایت کې د ۱۰ میګاواټو په ظرفیت د لمریزې بریښنا یوه پروژه او د جوزجان ولایت په خماب او قرقین ولسوالیو کې د برښنا رسولو پروژه شامله ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست  ملا عبداللطیف منصور په همدې موخه په جوړه شوې خبري ناسته کې د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې د دغه وزارت فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د اوبو او انرژۍ وزارت له طبیعي زیرمو څخه د ښې استفادې په برخه کې هڅې کوي. د انرژۍ د تولید او د اوبو د مدیریت په برخه کې یو ځانګړی پروګرام چمتو کړی دی.

هغه زياته کړه، چې د دغه پروګرام پر بنسټ به د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره د وزارت په پروژو کې د پانګونې زمينه برابره شي.

منصور د يادو شويو پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دغه دوه پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ازادې سيالۍ له لارې اعلان شوې دي.

هغه زياته کړه، د جوزجان ولايت په خماب او قرقين ولسواليو کې د برېښنا رسولو پروژه د ٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت او په پکتيکا ولايت کې د لس مېګاواټو په ظرفيت د لمريزې برېښنا يوه پروژه د لس ميليونو ډالرو په ارزښت جوړېږي.