جرمنی:
د افغان پناه غوښتونکو فردي او نوي غوښتنلیکونه نه منو
د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په یوې تازه اطلاعیې کې ویلي دي چې له افغانستان څخه د اسیب پذیره افغانانو د اېستلو په بهیر کې هېڅ ډول فردي او نوي غوښتنلیکونه نه مني.
د مسیر ورځپاڼې له راپور سره سم، په دغې اطلاعیې کې راغلي دي چې د جرمني حکومتي ادارې هېڅ ډول غوښتنلیکونه نه مني، بلکې هغه با صلاحیته ادارې او سازمانونه چې د جرمني له حکومت سره کار کوي، د واجد شرایط کسانو اسناد چې له مخکې ورسره دي، حکومت ته سپاري چې نوره پروسه مخې ته یوسي.
د جرمني حکومت تېره اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په هره میاشت کې ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، جرمني ته انتقالوي. د جرمني حکومت ویلي دي چې په دغه نوي پروګرام کې لومړیتوب هغو خلکو ته ورکول کېږي چې د خپلې کاري سابقې، د ښځو د حقونو لپاره د ژمنتیا، د بشري حقونو، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د کار کولو، سیاست، رسنیو، پوهنې او فرهنګ له کبله له مجازاتو او خطر سره مخامخ دي.