په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونواوسېلابونو وړاندوينه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123346-په_۱۵_ولایتونو_کې_د_سختو_ورښتونواوسېلابونو_وړاندوينه_شوې
دا وړاندوینه په داسې حال کې ده، چې تازه د نړيوال اقليم په اړه د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي کنفرانس پر مهال افغانستان د نړۍ شپږم اقلیم ځپلی هیواد اعلان شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2022 08:36 Asia/Kabul
  • په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونواوسېلابونو وړاندوينه شوې

دا وړاندوینه په داسې حال کې ده، چې تازه د نړيوال اقليم په اړه د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي کنفرانس پر مهال افغانستان د نړۍ شپږم اقلیم ځپلی هیواد اعلان شو.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاونو وړاندوينه کړې ده.

دغې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي،چې هرات، فراه، غور، فاریاب، سرپل، سمنگان، بغلان، پروان، میدان‌وردګ، بامیان، دایکندي، هلمند، غزني، زابل او ارزگان د دغو ورښتونو او سېلاونو اټکل شوې سیمې دي.

سرچينه زياتوي، چې په دغو ولايتونو کې ېې له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي ملي مترو پورې د واورو او بارانونو وړاندوینه کړې ده.

دا وړاندوینه په داسې حال کې ده، چې تازه د نړيوال اقليم په اړه د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي کنفرانس پر مهال افغانستان د نړۍ شپږم اقلیم ځپلی هیواد اعلان شو.

د طالبانو حاکمې ادارې بیا ویلي، چې افغانستان د نړۍ په اقلیم خرابیدو کې رول نه لري، خو ورڅخه اغېزمن دی او يوازې تېر کال نیږدې دوه میلیارده ډالره زيانمن شوی، چې نړیوال باید مرسته ورسره وکړي.