چین ته د افغانستان صادراتي توکي د مالیې له ورکړې معاف شول
د چین د سوداګرۍ وزارت د افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو پر وارداتو د صفري تعرفې د لګولو اعلان وکړ.
د دغه هېواد د دولتي شورا تر څارنې لاندې د چين د ګمرکونو د قانون کمېټې هم اعلان وکړ چې چين به د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان او له افريقايي هېوادونو څخه پر ۹۸ سلنه وارداتو باندې صفر تعرفه ولګوي.
د تسنیم له خوا د خپرې شوې بیان له مخې، د تعرفو نوی پروګرام به د افریقا لویې وچې په هیوادونو لکه بینین، بورکینا فاسو، ګیني بساؤ، زامبیا، د لیسوتو سلطنت، مالاوي، ساو توم او پرنسپې، تنزانیا او یوګانډا باندې اغیز وکړي.
ورته پروګرام د سپټمبر په میاشت کې د ١٦ افریقایي هیوادونو، سویلي او سویل ختیځ آسیا او همدارنګه د اوقیانوس په شمول د بنګله دیش، وانواتو، ګیني، جیبوتي، کمبوډیا، لاوس، موزمبیق، نیپال، روانډا، سلیمان ټاپو، سوډان، توګو په ګډون پلي شوی و.
د چين د ولسي جمهوريت چارواکي د افغانستان او ځينو افريقايي هېوادونو په ګډون د نړۍ له لږ پرمختللو هېوادونو سره اړيکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.