چین له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123478-چین_له_افغانستان_سره_د_نړیوالې_ټولنې_د_مرستو_غوښتنه_وکړه
نوموړي دغه راز د لويديځ او امريکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او دغه هېواد ته يې د بشري مرستو پر سياسي کولو نيوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 03:49 Asia/Kabul
  • چین له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه

نوموړي دغه راز د لويديځ او امريکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او دغه هېواد ته يې د بشري مرستو پر سياسي کولو نيوکه وکړه.

 

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز د لويديځ او امريکا له خوا د افغانستان د شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او دغه هېواد ته يې د بشري مرستو پر سياسي کولو نيوکه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو متحد او قوي دریځ غوره کړي.

هغه وويل، ملګري ملتونه بايد د افغانستان د شتمنيو د بندولو لپاره کار وکړي او په تېرو دوو لسيزو کې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د جنايي کړنو په اړه څېړنې ګړندۍ کړي.

جانګ پر دې ټينګار وکړ چې د افغانانو راتلونکی بايد په خپل لاس کې وي او افغانان يې وهڅول چې له شرايطو سره سم د خپل هېواد د پرمختګ لپاره لاره ومومي.

هغه افغانستان ته د بشري مرستو د سیاسي کولو غندنه هم وکړه.

جانګ وويل، هېواد به يې له نړيوالې ټولنې سره د سيمه ييزو همکاريو او اړيکو د پياوړتيا لپاره همکاري پياوړې کړي.