سیګار: افغانان د خوراکي توکو سپما ته مخه کړي
دغه اداره په یوه راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې د بشري مرستو سربیره په افغانستان کې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د یوه راپور په خپرولو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب بللی دی.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د هېواد په میلیونونو وګړو د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د خوراکي توکو سپما ته مخه کړي ده.
دغه اداره په یوه راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې د بشري مرستو سربیره په افغانستان کې د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب دی.
د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ، شاوخوا ۲۴.۴ میلیونه افغانانو د خوراکي توکو له بحران سره د مقابلې لپاره راشن یا خوراکي توکي کم کړي دي.
سیګار زیاته کړي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د وچکالۍ، د خوراکي توکو د بیو لوړوالي، د بانکي سیستم نه شتون او د کاري فرصتونو نشتوالي د کورنیو پر مالي امکاناتو منفي اغیز کړی دی