د افغانستان د لیرې پرتو سیمو لپاره کافي خوراکي توکي زیرمه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123600-د_افغانستان_د_لیرې_پرتو_سیمو_لپاره_کافي_خوراکي_توکي_زیرمه_کړي
دغه سازمان وویل چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي چې په ژمي کې د لارو د بندېدو پر مهال ترې ګټه واخیستل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2022 10:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان  د لیرې پرتو سیمو لپاره کافي خوراکي توکي زیرمه کړي

دغه سازمان وویل چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي چې په ژمي کې د لارو د بندېدو پر مهال ترې ګټه واخیستل شي.

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) اعلان کړی چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ژوند کولو لپاره کافي خوراکي زېرمې شته.

افغان غږ خبری آژانس وایی دغه سازمان وویل چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې یې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي چې په ژمي کې د لارو د بندېدو پر مهال ترې ګټه واخیستل شي.

دا سازمان وايي هغه کورنۍ چې خپل وسایل یې ختم کړي په راتلونکي کې به سخت ژمي ولري.

په همدې حال کې د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په راتلونکي ژمي کې به شاوخوا شل ميليونه خلک کافي خوراکي توکو ته لاسرسى ونه لري.