دافغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د الوتنو د زیاتوالي اعلان وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123604-دافغانستان_ټرانسپورټ_او_هوايي_چلند_وزارت_د_الوتنو_د_زیاتوالي_اعلان_وکړ
امام الدین احمدي خبریالانو ته وویل: اوس مهال ترانزیتي الوتنې د ۸۰ او ۱۰۰ تر منځ دي او دا الوتنې د اوس لپاره عادي دي، خو د دې د ښه والي لپاره موږ کار کوو چې تجهیزات زیات کړو او د ملکي الوتنو لپاره نور خدمات وړاندې کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2022 11:02 Asia/Kabul
  • دافغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د الوتنو د زیاتوالي اعلان وکړ

امام الدین احمدي خبریالانو ته وویل: اوس مهال ترانزیتي الوتنې د ۸۰ او ۱۰۰ تر منځ دي او دا الوتنې د اوس لپاره عادي دي، خو د دې د ښه والي لپاره موږ کار کوو چې تجهیزات زیات کړو او د ملکي الوتنو لپاره نور خدمات وړاندې کړو.

دافغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د تېرو شپږو میاشتو په پرتله د هېواد له اسمان څخه د تېرېدو د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی اعلان کړی دی.

افغان غږ خبری آژانس د دغه وزارت  د ویاند امام الدین احمدي  له قوله زیاتوي، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له آسمان څخه د الوتنو شمېر له پنځوسو او اویا تر منځ وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.

امام الدین احمدي خبریالانو ته وویل: اوس مهال ترانزیتي الوتنې د ۸۰ او ۱۰۰ تر منځ دي او دا الوتنې د اوس لپاره عادي دي، خو د دې د ښه والي لپاره موږ کار کوو چې تجهیزات زیات کړو او د ملکي الوتنو لپاره نور خدمات وړاندې کړو.

له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان له آسمان څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او د هوايي ترانزیت برخې ته باید پاملرنه وشي.

خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د تېرو کلونو په پرتله د هېواد له آسمان څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی او لامل یې پر هېواد د بندیزونو لګول دي.