دافغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د الوتنو د زیاتوالي اعلان وکړ
امام الدین احمدي خبریالانو ته وویل: اوس مهال ترانزیتي الوتنې د ۸۰ او ۱۰۰ تر منځ دي او دا الوتنې د اوس لپاره عادي دي، خو د دې د ښه والي لپاره موږ کار کوو چې تجهیزات زیات کړو او د ملکي الوتنو لپاره نور خدمات وړاندې کړو.
دافغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د تېرو شپږو میاشتو په پرتله د هېواد له اسمان څخه د تېرېدو د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس د دغه وزارت د ویاند امام الدین احمدي له قوله زیاتوي، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له آسمان څخه د الوتنو شمېر له پنځوسو او اویا تر منځ وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.
امام الدین احمدي خبریالانو ته وویل: اوس مهال ترانزیتي الوتنې د ۸۰ او ۱۰۰ تر منځ دي او دا الوتنې د اوس لپاره عادي دي، خو د دې د ښه والي لپاره موږ کار کوو چې تجهیزات زیات کړو او د ملکي الوتنو لپاره نور خدمات وړاندې کړو.
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان له آسمان څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او د هوايي ترانزیت برخې ته باید پاملرنه وشي.
خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د تېرو کلونو په پرتله د هېواد له آسمان څخه د الوتنو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی او لامل یې پر هېواد د بندیزونو لګول دي.