د بدخشان چارواکو د طالبانو له مشر سره صلاح مشورې وکړې
د بدخشان والي او د دغه ولایت یوشمیر چارواکو قندهار ولایت ته په تګ سره، د طالبانو سره مشر ملا هبت الله اخوندزاره سره وکتل او د دغه ولایت د مسائلو او ستونزو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
د بدخشان والي او د دغه ولایت یوشمیر چارواکو قندهار ولایت ته په تګ سره، د طالبانو سره مشر ملا هبت الله اخوندزاره سره وکتل او د دغه ولایت د مسائلو او ستونزو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور او ورسره پلاوي په قندهار کښې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره په ملاقات کښې، د خپل ولایت د وروستیو سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونو په هکله معلومات ورکړل.
په دغه ملاقات کښې ملا هبت ا... اخوندزاده هم په امنیتي او ټولنیزې برخې کښې د خدماتو د وړاندې کولو په لړ کښې د بدخشان د والي قدرونه وکړه او د دغه ولایت مسئولانو ته یې د هر اړخیزې مرستې او ملګرتیا ډاډ ورکړ.