چین مولوی متقي ته د ملاتړد دوام ډاډ ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123662-چین_مولوی_متقي_ته_د_ملاتړد_دوام_ډاډ_ورکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین سره د اړيکو د لا ښه والي هيله ښودلې او مننه يې کړې، چې دغه هېواد د افغانانو د لاسنیوي په موخه د نیمه پاتې او نویو پروژو پیل ته امادګي ښودلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2022 01:47 Asia/Kabul
  • چین مولوی متقي ته د ملاتړد دوام ډاډ ورکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین سره د اړيکو د لا ښه والي هيله ښودلې او مننه يې کړې، چې دغه هېواد د افغانانو د لاسنیوي په موخه د نیمه پاتې او نویو پروژو پیل ته امادګي ښودلې.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته ډاډ ورکړی،چې له حاکمې ادارې به ېې ملاتړ ته دوام ورکوي.

 د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د نوموړي په حواله دا هم ويلي،چې چین د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته د اهمیت په سترګه ګوري.

سرچينه زياتوي  د چین سفیر د ژمي په رارسیدو سره د خپل هیواد له لخوا د ژمنیو توکو د مرستو یادونه وکړه چې له اړوندو ادارو سره په تفاهم به د یوه میکانیزم په ترڅ کې له اړمنو افغانانو سره لازمې مرستې ترسره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین سره د اړيکو د لا ښه والي هيله ښودلې او مننه يې کړې، چې دغه هېواد د افغانانو د لاسنیوي په موخه د نیمه پاتې او نویو پروژو پیل ته امادګي ښودلې.

د طالبانو د اعلاميې له مخې متقی د ۹۸ سلنه افغاني محصولاتو د مالي تعارفې د صفر کولو له امله مننه کړې ده.