افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره تعامل ولري
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان څو کارپيژاندو او شناندو له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا او تعامل له اوسنیو مشکلاتو د افغانستان د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.
د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته نړیوالې ټولنې په تیره بیا لویدیځ د ښاریزو د حقوقو په تیره بیا د انجلیو او د ښځو د زده کړې حق او د پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته د بې پامۍ په خاطر د طالبانو د حکومت په رسمیت له پيژندلو ډډه کړي ده.
د افغانستان د سیاسي مسائیلو کارپيژاند شیراغا بیانزي وویل د هیوادونو اړیکې باید د تعامل له لارې مخ ته لاړ شي او تعامل داسې لاره ده چې د هغه له لارې د افغانستان ډیر مشکلات حل کولی شو.
د سیاسي مسائیلو کارپيژاند مصطفی مرتضوي هم وویل له خارجي هیوادونو سره د اړیکو ژورتیا او د تجربه لرونکو ډيپلوماټانو ټاکل د افغانستان د موقعیت او د حالت په ښه کولو کښې زیات اغیز رامینځته کولای شي.