د ننګرهارکانال اړوند زیتونو فابریکې تولید شوي تیل بهر ته صادر شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123980-د_ننګرهارکانال_اړوند_زیتونو_فابریکې_تولید_شوي_تیل_بهر_ته_صادر_شول
د ننګرهار ولایت ځایی چارواکي وایي  د تیلو د ښه کیفیت له امله اټکل کوي چې په بهرنیو مارکیټونو کې به د پلور ښه بازار ولري
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 07:30 Asia/Kabul

د ننګرهار ولایت ځایی چارواکي وایي  د تیلو د ښه کیفیت له امله اټکل کوي چې په بهرنیو مارکیټونو کې به د پلور ښه بازار ولري

زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار د کانال ریاست د مطبوعاتو مسئول سید همایون غریبمل وایي د کانال اړوند زیتونو فابریکې کې تولید شوي د زیتونو خالص خواوشاه یو سلو شل زره لیتره تیل چې په ازاده داوطلبۍ کې دیوافغانۍ شرکت له لورې دخواوشاه اویا  ملیونه افغانیو په بدل کې وپیرل شول د یاد شرکت له لورې به بهرنیو هیوادونوته صادر شي. سید همایون غریبمل وایي دزیتونو تیلو د ښه کیفیت له امله اټکل کوي چې په بهرنیو مارکیټونوکې به د پلور ښه بازار ولري.نوموړی وایي دیاد سوداګریز شرکت له لورې به دا تیل دننګرهار کانال اړوند زیتونو فابریکې په ادرس صادر او پلورل کیږي.  

نور تفصیل ئې زمونږ دخبریال له خولې آورو.