د ا یران او افغانستان د اقتصادي ملګرتیاؤ پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124008-د_ا_یران_او_افغانستان_د_اقتصادي_ملګرتیاؤ_پراختیا
دافغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت  او دایران په  شمال ختیځ کې د خراسان رضوي ولایت ګډه پنځمه اقتصادي غونډې ترسره کیدا،داقتصادي مناسباتو د پراختیا لپاره ددواړو لورو دجدي اهتمام ښودنه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 12:44 Asia/Kabul
  • د ا یران او افغانستان د اقتصادي ملګرتیاؤ پراختیا

دافغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت  او دایران په  شمال ختیځ کې د خراسان رضوي ولایت ګډه پنځمه اقتصادي غونډې ترسره کیدا،داقتصادي مناسباتو د پراختیا لپاره ددواړو لورو دجدي اهتمام ښودنه کوي.

دغه خبرې اترې دایران او افغانستان ددوو هیوادونو ترمینځد تجارتي چارو د آسانولو په موخې سره ددواړو هیوادونو د ځاي  چارواکو له خوا په جدي توګه تعقیبیږي. د افغانستان د هرات د والی  دویندوي حمید ا... متوکل  په وینا د هرات او خراسان رضوي  د مسئولانو د اقتصادي ناستې د خبرواترو ترټولو مهم چورلیز، دتجارتي مشکلاتو ختمول او دتجارتي مبادلاتو د سوئې زیاتیدا ده .په همدې دلیل څلور موضوعګانې یعني ټرانسپورټ، کرهڼیې ، صنعتي او تجارتي  چارې او دسونګو موادو څلور موضوعګانې په هرات کې د  دواړو لورو په وروستۍ ناستې کې ارزول شوي دي چې دبیخ بینائي جوړښت له نظره، د هرات خواف ریل پټلۍ کرښه،د ایران او افغانستان ترمینځ د شیانو د وړو راوړو د اندازې د زیاتولو لپاره ترټولومهمه مواصلاتي لاره ده چې په دې باب هم دهرات په غونډې کې خبرې اترې شوي دي.د هرات د صنائعو او کانونود کوټې مسئول حمید ا...خادم ددغې ریل پټلۍ  داهمیّت په ارزونې کې  ووئيل،له اقتصادی نظره دغه ریلي مواصلاتي لاره د افغانستان لپاره ډير زیات اهمیّت لري .  ځکه  د ریل پټلۍ د نه شتون په دلیل افغانستان د ټرانسپورټ په برخې کې ترټولو زیاتې پیسې ورکوي. هغو مشکلاتو او پیچلتیاؤ ته په پام سره  چې د افغانستان خلک په تیروڅه دپاسه څلورو لسیزو کې ورسره لاس او ګریوان  دي، د ایران اسلامی جمهوریت تل ددغه هیواد  مظلومو خلکو ترڅنګ ولاړ دی او دخپل توان ترحده ئې  ددوی د مشکلاتو د ختمولو هڅه کړې ده . دافغانستان د مسئلو یوه کارپيژاندې میرمن  اقبال په دې باب وائي، افغانستان د تاریخي منظر له پلوه د ایران د تمدني حوزې یوه برخه دی. په همدې دلیل  ددواړو هیوادونو خلک  سره ګډ دین،ژبه ،دود او کلتور لري چې د ایران او افغانستان ددوو ملتونو ترمینځ د پيوستون په پیاوړتیا کې ډيرې زیاتې اغیزې لري.ایران په مختلفو ، اقتصادي او تجارتي،تخنیکي  او انجنئيرینګ،کرهڼیزو او صنائعو او همداراز د دپوه بنسټه اقتصاد  په  برخو کې ډير زیات ظرفیّتونه لري چې په وروستیو کلونو کې  ئې د افغانستان د ولس  دمشکلاتو له حل سره د مرستې لپاره کارولي دي. په  عین حال کې د ایران ولس تل دجنګ   او ددغه  هیواد د نیواک په کلونو کې  د افغانستان د ولس لپاره په ورین تندي هرکلی کړی دی. په همدې دلیل  د ا فغانستان مهاجرین  په وروستیو کلونو کې   د  ایران په مختلفو ښارونو کې ددغه  هیواد  خلکو ترڅنګ ژوند کړی او د  کار روزګار او زده کړو   په  لوړو درجو کې د تعلیم  مختلفې سوئې  او  کارکسب دترلاسه کولو په اړه له بیلابیلو  آسانتیاؤ برخمن دي  چې  دافغانستان  دم کشلاتو له حل سره په مرستې کې هڅه کولی شي.د افغانستان د چارو یو کارپوه عبدالطیف نظري په دې باب وائي،د افغانستان خلکو ته د ایران د خلکو نظر،له هرډول  سیاسی بهیره او په دغه هیواد کې له واکمنو نظامونو سره   فرق کوي.د ایران اسلامی جمهوریت په عمل کې ښودلې ده چې په هرډول شرائطو کې د افغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی او د ایران  داسلامی جمهوریت دانسان دوستۍدغه دریځ  په تیرو څلورو لسیزو کې  د افغانستان له ملت سره ډيره ستره  مرسته کړې ده.په هرحال په هرات کې د ایران او افغانستان د ګډې اقتصادي غونډې ترسره کیدا ښئ چې اسلامي ایران  هماغه راز د تجارتی او اقتصادي ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره له لازیاتو استفادې لپاره هڅهکوي او بې شکه  دهرات –خواف ریل پټلۍ  به ددواړو هیوادونو د هغوتجارتي مناسباتو دسوئې له لوړتیا سره په مرستې کې  ډير اغیزشیندونکی رول ولوبوي چې په کال کې  له یو میلیارډډالري ارزښته زیاتې شوي دي . په عین حال کې  دسرحدي بازارچو پیاوړتیا نه یوازې د پولو د دواړو خواؤ اوسیدونکو ترمینځ  داقتصادي مناسباتو له پراختیا سره مرسته کوي،بلکې د کارروزګار په رامینځةکیدا سره  په سیمې کې  د سولې او ا منیت له تثبیتیدا سره هم مرسته کولی شي.