د روسیې،فرانسې اوتاجیکستان د ولسمشرانوڅرګندونې ګوت وهنې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124142-د_روسیې_فرانسې_اوتاجیکستان_د_ولسمشرانوڅرګندونې_ګوت_وهنې_دي
د افغانستان د طالبانو د ویندوی مرستیال  په افغانستان کې د ټولشموله حکومت دجوړیدا په باب د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او دغه راز د فرانسې او تاجیکستان د ولسمشرانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2022 02:05 Asia/Kabul
  •        د روسیې،فرانسې اوتاجیکستان د ولسمشرانوڅرګندونې ګوت وهنې دي

د افغانستان د طالبانو د ویندوی مرستیال  په افغانستان کې د ټولشموله حکومت دجوړیدا په باب د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او دغه راز د فرانسې او تاجیکستان د ولسمشرانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

سپوټینک خبری آژانس راپور ورکړ ،د طالبانو د ویندوي مرستیال بلال کریمي پرون په یولړ څرګندونو کې  دافغانستان په موضوع سره  دډله ایز  امنیت د تړون د موسیسې دغړو په ناستې کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  څرګندونې چې  وئيلی ئې دي ،په افغانستان کې دې ټولشموله حکومت جوړ شي،پخپلو داخلی چارو کې ښکاره لاسوهنې وبللې.

بلال کریمي  په دوام کې وئيلي دي ،دغه موضوع باید د سیمې او نړۍ  له هیوادونو سره د ډيپلوماټيکو مشورو له لارې تعقیب شي.

هغه همداراز د  د فرانسې او تاجیکستان د ولسمشرانو دهغو ټیلیفوني خبرو په غبرګون کې هم چې وئيلي ئې دي،په افغانستان کې د بشری حقوقو خلاف ورزۍ  په اوڅاره توګه زیاتې شوي او په دغه هیواد کې د یوه ټولشموله حکومت جوړیدا د وخت ضرورت دی، ووئيل،په افغانستان کې سوله اوثبات ټينګ دی او نورو ته په دې اړه داندیښنې  وړتیا نه ویني.  دطالبانو د ویندوي مرستیال  دنړۍ پر مختلفو هیوادونو غږ کړی ددې په ځاي چې  دنورو په چارو کې ګوتې ووهي ، له افغانستان سره دې دمرستې لپاره  عملی ګامونه پورته کړي.