د طالبانو لباره د سمارټ فون استعمال ممنوع شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124228-د_طالبانو_لباره_د_سمارټ_فون_استعمال_ممنوع_شو
د افغانستان دکندهار والی د طالب مامورانو لپاره د سمارټ موبایل فون څخه د استفادې د ممنوعیت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2022 08:10 Asia/Kabul
  • د طالبانو لباره د سمارټ فون استعمال ممنوع شو

د افغانستان دکندهار والی د طالب مامورانو لپاره د سمارټ موبایل فون څخه د استفادې د ممنوعیت خبر ورکړ.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس  له قوله راپور راکړ، د افغانستان د کندهاروالی حاجی یوسف وفا پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، په کندهار کې د امنیتی غونډې ترسره کیدا وروسته وټاکل شوه چې د ښاریزو د لازیات امنیت د تامینولو لپاره د ولایت دامنیتی ځواک  لباره د سمارټ موبایل فون  استفاده منع شي.

د کندهار د والی ویندوي حاجی زید  هم په دې باب ووئيل،  دغه فیصله  د ولایت  د ښاریزو او نورو سیمو د امنیت لازیاته تامینیدا  لپاره  شوې ده څو امنیتي ځواک  چې د دندې په ترسره کیدا بوخت وي، یوازې خپلې دندې ته متوجه وي.

حاجی زید زیاته کړې ،دطالبانو دمسئولانو لپاره  په دندې کې غفلت او لټي  هیڅکله هم د منلو وړ نه ده  او د امنیت دتامینولو په موضوع کې باید امنیتي  ځواک هڅه وکړي څو په لاښه  او ممکنه بڼه  دخلکو امنیت تامین کړي .