ملګروملتو په افغانستان کې د قخطۍپه باب خبرداری ورکړ
امریکا او نورو لویدیځي هیوادونو همدااوس، له افغانستان سره مالی مرستې ځنډولي دي.
په افغانستان کې د قخطۍ د احتمال په باب د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د ځانګړی استازي رامیز الاکبروف خبرداری په داسې حال کې دی چې د امریکائی پوخیانو په لاس د نیواک او ددغه هیواد بیخ بینائیو د تباه کولو له دوو لسیزو وروسته،همدااوس د اقتصادي او انساني بحرانونو پشمول له ډيرو بحرانونو او ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان دی. په دغې پړاؤ کې امریکاقدرت ته دطالبانو د رسیدا په پلمه افغانستان باندې بندیزونه لګولي او ددغه هیواد کابو لس میلیارډډالري شتمنۍ ئې کنګل او مصادره کړي چې دغه وضعیّت ئې له بوږنونکی کړی دی.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، رامیز الاکبروف نن خبرداری ورکړ،د انسان دوستۍ د مرستو په کمیدا پسې ، دافغانستان کابو شپږملیون کسان دخوراکي امنیت له بیړني وضعیّت سره مخ شوي دي. هغه دژمي موسم د رارسیدا درشل ته په اشارې سره ووئيل، دژمي لپاره له تیاریانو سره اړونده اقداماتو د مالي تامینیدا لپاره کابو اوه سوه اته شپیته میلیون ډالري بودجې ته اړتیا ده.
امریکا او نورو لویدیځي هیوادونو همدااوس، له افغانستان سره مالی مرستې ځنډولي دي.
په عین حال کې دملګروملتو دماشومانو بسپنې (یونیسف) پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،په افغانستان کې کابو نهه لکه ماشومان د خوړو د ناامنئ په دلیل د مرګ له خطرې سره مخ دي.له ماشومانو دملاتړ نړیوالې موسیسې هم په همداووروستیو کې وئيلي دي ، په افغانستان کې کابو لس میلیون ماشومان د کافی خوړو نه رسیدا په دلیل په ډير بد وضعیّت کې ژوند کوي.
په افغانستان کې د ام ریکاشل کلن جنګ او نیواکګرۍ ددغه هیواد پرټولنې او اقتصادي داسې ژور ټپونه رامینځةکړي دي چې لیرې ښکاري تر مودو مودو پورې دغه ټپونه ښه شي.