په تېر حکومت کې د ولسي جرګې مرستیال افغانستان ته ستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124386-په_تېر_حکومت_کې_د_ولسي_جرګې_مرستیال_افغانستان_ته_ستون_شو
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي، د یاد کمېسیون په هڅو د ولسي جرګې پخوانی مرستیال نجيب الله ناصر هېواد ته راستون شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2022 01:19 Asia/Kabul
  • په تېر حکومت کې د ولسي جرګې مرستیال افغانستان ته ستون شو

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي، د یاد کمېسیون په هڅو د ولسي جرګې پخوانی مرستیال نجيب الله ناصر هېواد ته راستون شوی دی

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي، د یاد کمېسیون په هڅو د ولسي جرګې پخوانی مرستیال نجيب الله ناصر هېواد ته راستون شوی دی

د یاد کمېسیون پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ګڼ شمېر نورو کسانو هم د دغه کمېسیون فورمې تر لاسه کړې او په نږدې راتلونکې کې به بیرته هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر ډاکټر نجیب الله شریفي هم د یاد کمېسیون له لارې له دوبۍ څخه خپل هېواد ته ستون شوی و.

د دغه کمېسیون له پیل څخه تر اوسه څه باندې ۴۰۰ مهم کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.