ننګرهار کې د ماین چاودنې شپږ ملکي وګړی ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124406-ننګرهار_کې_د_ماین_چاودنې_شپږ_ملکي_وګړی_ژوبل_کړل
زمونږ خبریال وايي دغه چاودنه ماښام مهال د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د هندوانو او سکهانو عبادت ځای یا درمسال ته څيرمه په یو دوکان کې د ایښودل شویو چاودیدونکو توکیو د چاودنې له امله رامنځته شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2022 08:36 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د ماین چاودنې  شپږ ملکي وګړی ژوبل کړل

زمونږ خبریال وايي دغه چاودنه ماښام مهال د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د هندوانو او سکهانو عبادت ځای یا درمسال ته څيرمه په یو دوکان کې د ایښودل شویو چاودیدونکو توکیو د چاودنې له امله رامنځته شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریس قاري نور محمد حنیف وایي د چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي بابیزه ټپیان شوي دي.

 نوموړی ویلي چې امنیتي ځواکونو سیمه پلټلي او د نورو خطرونو د رامنځته کیدو مخنیوی یې کړی دی. د جلال اباد په مرکزي روغتون کې یوې سرچینې هم منلې چې له دې پیښې ورته شپږ ټپیان وروړل شوي چې یو تن په روغتون کې بستري شوی او پنځه تنه له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شویدي.

 تر اوسه ددې چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو ځایي چارواکي وایي د پیښې عاملین به پیدا او د قانون منګولو ته به یې  وسپاري.