افغانستان کښې په طالبانو نوي تورونه پورې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124444-افغانستان_کښې_په_طالبانو_نوي_تورونه_پورې_شول
طالب ځواکونه د افغانستان له خلکو نه د نړیوالو موسسو مرستې بیرته اخلي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2022 08:44 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې په طالبانو نوي تورونه پورې شول

طالب ځواکونه د افغانستان له خلکو نه د نړیوالو موسسو مرستې بیرته اخلي

د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې، په غور ولایت کښې ځايي سرچینو د طالب ډلې د ځواکونو له خوا له خلکو څخه د نړیوالو موسسو د مرستو د بیرته اخیستو خبر ورکړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، د طالب ډلې وسله والو د یاد ولایت خلکو ته ویلي دي چې د موسسو مرستې په تیره بیا نغدې پيسې بیرته طالبانو ته ورکړي.

د غور ولایت په بسابند ولسوالۍ کښې د انصاري په نامه موسسې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالره نغده مرسته ورکړې ده خو د طالبانو ځايي چارواکو له خلکو غوښتې دي چې د دغې موسسې مرستې دوي ته ورکړي.

خو طالبانو د دغه نوي تور په هکله هیڅ نه دي ویلې.