افغانستان کښې په طالبانو نوي تورونه پورې شول
Dec 05, 2022 08:44 Asia/Kabul
طالب ځواکونه د افغانستان له خلکو نه د نړیوالو موسسو مرستې بیرته اخلي
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې، په غور ولایت کښې ځايي سرچینو د طالب ډلې د ځواکونو له خوا له خلکو څخه د نړیوالو موسسو د مرستو د بیرته اخیستو خبر ورکړی دی.
د دغو سرچینو په وینا، د طالب ډلې وسله والو د یاد ولایت خلکو ته ویلي دي چې د موسسو مرستې په تیره بیا نغدې پيسې بیرته طالبانو ته ورکړي.
د غور ولایت په بسابند ولسوالۍ کښې د انصاري په نامه موسسې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالره نغده مرسته ورکړې ده خو د طالبانو ځايي چارواکو له خلکو غوښتې دي چې د دغې موسسې مرستې دوي ته ورکړي.
خو طالبانو د دغه نوي تور په هکله هیڅ نه دي ویلې.
ټیګونه