اقغانستان کښې د داعش د فعالیت دوام او د اهدافو څیړنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124464-اقغانستان_کښې_د_داعش_د_فعالیت_دوام_او_د_اهدافو_څیړنه
په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت په ځپل کیدو او بندیدو باندې د طالبانو له ټینګار سره سره داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې د وروستۍ حملې ذمه واري په غاړه واخیستله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2022 13:07 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت په ځپل کیدو او بندیدو باندې د طالبانو له ټینګار سره سره داعش ترهګرې ډلې په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې د وروستۍ حملې ذمه واري په غاړه واخیستله.

کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې د وسله والو بریدګرو د تیرې جمعې ورځې په حمله کښې د دغه سفارتي مرکز یو ساتونکی زخمي شو. داعش پرون(یکشنه) د دغه برید پړه ومنله. له یادې حملې وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یو پيغام کښې په کابل کښې د پاکستان د سفارت د شاذدافیر د وژلو کوشش وغنده او په افغانستان کښې د طالبانو له حکومته یې د بریدګرو د معلومولو او نیولو غوښتنه کړې ده.

افغانستان کښې د طالبانو د حکومت خارجه وزارت هم په کابل کښې د پاکستان په سفارتخانې باندې د ډزو په غبرګون کښې وویل: هیڅ لوري ته به اجازه ورنکړو چې ډیپلماټیکو مِشنونو ته زیان ورسوي. د طالبانو د خارجه وزارت دا څرګندونې او په افغانستان کښې د ناامنۍ له عواملو سره په جدي چلند باندې یې ټینګار په داسې حال کښې دی چې په افغانستان کښې په تیرو څو میاشتو کښې د کابل، مزار شریف او قندوز په شمول مختلفو سیمو کښې ترهګرې حملې او چاودنې شوې دي او په کښې سلګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي. په دې کښې د زیاتره چاودنو پړه داعش ترهګرې ډلې منلې ده.

افغانستان کښې د داعش د فعالیتونو دوام ته په پام سره دا پوښتنه رامینځت کیږي چې ولې د طالبانو حکومت له ژمنو او په واک کښې د ټولو اختیاراتو له لرلو سره سره تاروسه نه دی توانیدلی چې په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله وځپي؟

دې پوښتنې ته دا ډول ځواب ورکولې شو: له دې امله چې امریکايي چارواکو په کراتو له داعش څخه ملاتړ کړی او په سیمه کښې یې د دغې ترهګرې ډلې په جوړولو اعتراف کړی دی. په نتیجه کښې دې حقیقت ته رسیدې شو چې داعش لاهم د واشنګتن د ملاتړ وړ دی ځکه چې په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتې وروسته امریکې دغه ډله په افغانستان کښې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره کارولې ده. په دې لړ کښې د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه افندي سنګر وايي:

امریکا په افغانستان کښې په خپلې شل کلنې جګړې کښې د سختې ماتې په وجه هڅه کوي چې له ترهګرو ډلو په استفادې سره په کابل کښې د سفارتخانو فعالیت بند کړي.

دغه کارپیژاندۍ زیاتوي چې امریکا د سیمې د ځینو هیوادونو له استخباراتي ځواکونو سره په سازباز او د ترهګرو ډلو په تیره بیا د داعش په کارولو سره، په سفاترخانو باندې ځانمرګي بریدونه او چاودنې ترسره کوي ترڅو وښايي چې افغانستان د بهرنیو سفارتکارانو لپاره خوندي ځاې نه دی ترڅو افغانستان بیخي یوازې شي.

افندي سنګر دې ټکي ته په اشارې سره چې د بهرنیو ډیپلماټانو د امنیت ساتل د کورهبه هیوادونو دنده ده، څرګنده کړه: که طالبان غواړي چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکې ولري نو باید ترهګر په سفارتخانو باندې بریدونو ته پرې نږدي.

څو میاشتې مخکښې هم یو ځانمرګي بریدګر له امنیتي پوسټو نه په تیریدو سره خپل چاودونکي توکي د د روسیې د سفارتخانې له یو ور سره نزدې چرته چې خلک د ویزې ترلاسه کولو لپاره راغونډ شوي وو، وچاودول او یوشمیر کسان په کښې مړه او ژوبل شول. په دې هکله د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل:

امریکا او انګلستان خپله پوره پوره هڅه کوي چې په افغانستان کښې د داعش ورانونکی توان زیات او پياوړی کوي ترڅو دغه ډله له روسیې څخه د ګاونډي او د مرکزي آسیا د هیوادونو د بیلولو په موخه د دباؤ لپاهر د یو اوزار په توګه وکاروي.

په عین حال کښې په افغانستان کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر باندې حمله په کال کښې د نړیوال تجارتي نندارتون سره په یو وخت شوې ده. دا هغه نندارتون دی چې د پاکستان او ایران په شمول بهرنیو او همداشان کورنیو شرکتونو په کښې ګډون کړی دی. دا حمله ښودنه کوي چې په افغانستان کښې د امنیت د پایدارۍ په هکله اندیښنې موجودې دي او تر پردې شاته عوامل نه غواړي چې په دغه هیواد کښې ثبات او امنیت ټینګ شي ترڅو د افغانستان خلک هوساینه او سوکالتیا ونه لري. کوم افغانستان کښې شل کاله د امریکايي پوځیانو له نیواک سره مخامخ و، اوس د ناقراریو له یوې نوې څپې سره مخ دی چې د افغانستان د واکمنانو په توګه د طالبانو موقعیت هم په خطر کښې اچولی شي.

په یوې جمع بندۍ کښې ویلې شو چې، دې ته په پام سره چې لویدیځ په تیره بیا امریکایان په سیمه کښې ناامني غواړي چې وکړې شي خپلو موخو یعنې د سیمې د پانګو لوټلو) ته ورسیږي. په دې وجه په افغانستان کښې له ترهګرۍ او د داعش په شمول له ټولو ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سیمې د هیوادونو ګډه ملګرتیا ضروري ده او طالبان باید د ټول شموله حکومت پر جوړولو سربیره باید په افغانستان کښې د داعش کار تمام کړي ترڅو له انزوا څخه د افغانستان د ایستلو لپاهر هر ډول کورني او بهرني خنډونه ختم شي.

*/*/*/*/*/*