طالبانو له ایران سره د تجارت په زیاتیدو ټینګار وکړ
Dec 06, 2022 04:12 Asia/Kabul
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران او افغانستان ترمینځ په تجارت او سوداګرۍ کښې په اسانتیاؤ تاکید وکړ
د طالبانو خارجه وزارت پرون په کابل کښې د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او د ایران د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي ترمینځ د ملاقات خبر ورکړ.
په دغه ملاقات کښې د طالبانو خارجه وزیر وویل: اوس وخت دی چې د ایران او افغانستان سوداګري مبادلې زیاتې شي.
هغه د د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې په ژمي کښې د افغانستنا د خلکو د اړتیاؤ د پوره کیدو په موخه د ایراني شیانو د وارداتو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.
د خبر له مخې د ایران د سفیر مرستیال هم متقي ته د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت د پراختیا د اسانولو په لړ کښې د هلوځلو ژمنه ورکړه.
ټیګونه