مزار شریف کې په بس موټر چاودنه شوې
Dec 06, 2022 07:17 Asia/Kabul
د بلخ ولایت د ګمرک د ادارې د کارکوونکو په بس موټر باندې چاودنه شوې چي د امله یې ۱۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، چاودنه د مزار شریف ښار د سید آباد په څلور لارې کې د حیرتان د ګمرک د کارکوونکو په بس موټر باندې شوې ده چي د امله یې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
په تېرو ورځو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې منجمله په کابل کې په یو جومات او د پاکستان په سفارت او په سمنګان کې په یوې مدرسې باندې چاودنې شوې دي.
ټیګونه