د هند امنیتې غونډې ته د طالبانو د حکومت غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124596-د_هند_امنیتې_غونډې_ته_د_طالبانو_د_حکومت_غبرګون
د طالبانو د حکومت خارجه وزارت د افغانستان له خاورې نه د ترهګریزو ګواښونو په هکله د هندوستان او د مرکزي اسیا د سیمې د ملي امنیت د سلاکارانو اندېښنې بې ځایه بللې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 08, 2022 12:42 Asia/Kabul
  • د هند امنیتې غونډې ته د طالبانو د حکومت غبرګون

د طالبانو د حکومت خارجه وزارت د افغانستان له خاورې نه د ترهګریزو ګواښونو په هکله د هندوستان او د مرکزي اسیا د سیمې د ملي امنیت د سلاکارانو اندېښنې بې ځایه بللې دي.

د افغانستان د ګاونډیو امنیتي غونډه د هندوستان په کوربه توب او د قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملی امنیت د سلاکارانو په ګډون په نوې ډهلې کې تر سره شوه.

د تسنیم له راپور سره سم، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په هندوستان کې د افغانستان د ګاونډو هیوادونو په امنیتي غونډه کې په غبرګون کې هیله وشوده چي د طالبانو د حکومت هم داسي غونډو ته وغوښتل شي څو د امنیت، مخدره موادو سره د مبارزې، بشري مرستو او د اساسي پروژو په هکله همکاری او متقابل ډاډ تر لاسه شي.

د طالبانو د حکومت خارجه وزارت تاکید کړی چي د افغانستان په اړه د داسي غونډو هرکلي کوي چي په سیمه کې د امنیت او د ږغملتیا په هدف تر سره کیږي.

د طالبانو خارجه وزارت همدارنګه په دې باندې په بیا ځلې تاکید سره چي د افغانستان له خاوري هیڅ یو هیواد ته ګواښ نه متوجه کیږي د غونډې د ګډونوالو له هغه وړاندیز څخه هرکلی وکړ چي له مخې یې د ایران چابهار بندر باید په نړیوال ټرانزیتي کرېدور بدل شي.