د افغانستان یو پلاوی اسلامي ایران ته رسیدلی دی
طلوع نیوز خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د مهاجرینو د وزارت یوشمیر چارواکي د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو د کمیسیون او د ایران ، پاکستان او د افغانستان د استازیو په څلور اړخیزه غونډې کښې د ګډون لپاره ایران ته ورسیدل.
د افغانستان د مهاجرت وزارت چارواکو نن وویل د تهران په څلور اړخیزه غونډې کښې د افغانستان د مهاجرانو په مشکلاتو غور کیږي.
د طالبانو د حکومت د مهاجرانو د وزارت یوه چارواکي عبدالرحمان راشد وویل د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان په ملګرتیا سره د مهاجرینو د مشکلاتو د حل کولو او افغانستان ته د هغوې د بیرته ستنولو د لارو چارو په هکله یوه موافقه لاسلیک کړي.
په عین حال کښې د افغانستان یوشمیر ښاریز ایران او پاکستان ته د مهاجرت هدف د افغانستان دننه اقتصادي مشکلات ګڼي.
د ټرانسپورټ د یوه شرکت یوه مسوول وویل هره ورځ د افغانستان پینځه سوه کډوال د ځمکې له لارې ایران ته سفرونه کوي.
د افغانستان د مهاجرینو د وزارت د اطلاعاتو پراساس حاضردمه په ایران او پاکستان کښې د افغانستان څه د پاسه شپږ میلیونه ښاریز وسیږي.
ایران په یوازې ځان د څه د پاسه درې میلیونه افغان کډوالو کوربه توي کوي او واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته ایران ته د افغانستان د کډوالو څپه زیاته شوي ده.