په کابل کې په یوه هوټل باندې برید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124768-په_کابل_کې_په_یوه_هوټل_باندې_برید
ناتائید شوي راپورونه وایي چي په کابل کې په یوه هوټل کې چي چینایي سوداګران میشت دي برید شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2022 12:24 Asia/Kabul
  • په کابل کې په یوه هوټل باندې برید

ناتائید شوي راپورونه وایي چي په کابل کې په یوه هوټل کې چي چینایي سوداګران میشت دي برید شوی.

په کابل کې زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د کابل ښار په شهرنو سیمه کې په یوه هوټل باندې چي چینایي وګړي میشت دي، ناپېژاندو وسله والو برید کړي.

همدارنګه له سیمې د چاودنو او د ډزو ږغونه اورېدل کیږي او سمدلاسه د طالبانو امنیتي ځواکونه سیمه کلابنده کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم دغه برید تائید کړی دی.

تر دې دمه د برید مسئولیت چا په غاړه اخیستې نه ده.

دا برید په داسي حال کې تر سره کیږي چي په کابل کې د چین سفارت د امنیت د تامینېدو په لړ کې خپلې اندېښنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړي وې.

یوه اوونۍ مخکې په کابل کې د پاکستان په سفارت هم برید شوی وو چي مسئولیت یې د داعش ترهګره ډله په غاړه واخیسته.