طالبانو په کابل کښې د جمهور خبري آژانس مرکزي دفتر بند کړ
Dec 13, 2022 02:50 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د دغه هیواد په پلازمینه کابل کښې د جمهور خبري آژانس مرکزي دفتر وتړه
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د دغه هیواد په پلازمینه کابل کښې د جمهور خبري آژانس مرکزي دفتر وتړه
جمهور خبري آژانس پرون وویل چې پرله پسې د دیارلسو کلونو له فعالیت وروسته په کابل کښې د دغه خبري آژانس مرکزي دفتر بند کړی شوی دی.
دا پریکړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او تر امر لاندې ارګانونو له خوا یې له مختلفو خبرداریو وروسته شوې ده.
د طالبانو د حکومت په رسنیو باندې د څارنې ادارې، جمهور خبري آژانس د دغه حکومت خلاف په فعالیت او د هغه د پرزولو لپاره په هلوځلو تورن کړی دی.
ټیګونه