په افغانستان کې زلزله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124990-په_افغانستان_کې_زلزله_شوې
یوې نسبتاً زورورې زلزلې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2022 09:33 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې زلزله شوې

یوې نسبتاً زورورې زلزلې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول

تېره شپه د څلور رېښتر په کچه زلزله د ارزګان او کابل په شمول د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولرزول.

د اوا له راپور سره سم، د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز اعلان کړی چې د ریشتر په کچه ۴ درجي زلزلې مرکز د ترینکوټ ښار او د ځمکې له سطحې څخه ۱۰ کیلومتره ژوروالی درلود، د افغانستان ځینې برخې یې ولړزولې.

دا زلزله په کابل ښار او شاوخوا ولایتونو کې هم احساس شوې ده.

د روان کال په پسرلي کې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې خونړۍ زلزلې وشوې، چې له امله يې تر سلو ډېر کسان ووژل شول، له پنځلس سوو ډېر ټپيان او په زرګونو کورونه هم ویجاړ شول.

د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته.