د افغانستان د ځینو ولایتونو د انجلیو ښوونځي خلاص دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125446-د_افغانستان_د_ځینو_ولایتونو_د_انجلیو_ښوونځي_خلاص_دي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هیواد په ځینو ولایتونو کښې د انجلیو د ځینو متوسطه او د ابتدايي ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2022 01:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ځینو ولایتونو د انجلیو ښوونځي خلاص دي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هیواد په ځینو ولایتونو کښې د انجلیو د ځینو متوسطه او د ابتدايي ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ.

د طالبانو حکومت تیره اونۍ په یوې بیانیې کښې د افغانستان په پوهنتونونو کښې د ښځینه محصیلینو په زده کړې بندیز ولګاوه او دغه اقدام په داخل او خارج کښې له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی دی.

طالبانو مخکې له شپږم ټولګي څخه په  بره کلاسونو کښې د انجلیو زده کونکو په درس هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د هیواد په نورو برخو کښې د اقتصادي کړکیچ او د هغه سټراتيژۍ په خاطر چې طالبان ورباندې کار کوي د انجلیو ښوونځي چټي دي.

په دې زمینه کښې د طالبانو د حکومت د معدنونو او د پیټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور هم رسنیو ته وویل د انجلیو د ښوونځیو او د پوهنتونو د بیرته پرانیستل کیدا په هکله زر فیصله ترسره کیږي.