طالبان:بشري مرستې مه سياسي کوئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125490-طالبان_بشري_مرستې_مه_سياسي_کوئ
د طالبانو د اعلاميې له مخې ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مرستیال ویلي، چې دوی د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او دودونو ته درناوی لري او د‌ خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2022 02:12 Asia/Kabul
  • طالبان:بشري مرستې مه سياسي کوئ

د طالبانو د اعلاميې له مخې ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مرستیال ویلي، چې دوی د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او دودونو ته درناوی لري او د‌ خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.

 

د طالبانو د حاکمې ادارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له نړیوالو غوښتي  چې افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نه کړي.

نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې له مرستیال فران او د ځینو نورو نړيوالو ادارو استازو سره د ليدنې پر مهال ويلي چې بشري مرستې باید تر سیاسي حالاتو پورې ونه تړل شي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې مرستیال ویلي، چې دوی د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او دودونو ته درناوی لري او د‌ خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.

سرچینه زیاتوي، چې حقاني ټول موسسات د طالبانو د قوانينو په عملي کولو مکلف ګڼلي.

حقاني له مشخصې اشارې پرته نړيوالو استازو ته ويلي، چې د طالبانو اداره به د شریعت په چوکاټ کې ډېر ژر داسې تګلاره جوړه کړي، چې شته ستونزې حل کړي.

د طالبانو ادارې په یوه تازه بندیز کې له نا دولتي موسسو سره د ښځينه وو کار کول منع کړي، چې په غبرګون کې ېې ېو شمېر نړیوالو موسسو له افغانستان سره د خپلو مرستو او فعاليتونو د بنديز خبر ورکړ