د کابل دهوايي ډګر په چاودنه کې درنده مرګ ژوبله واوښته
د الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم دکابل په پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې چې د طالبانو چارواکو پکې د يو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.
د کابل هوايي ډګرته نږدې په چاودنه کې لس کسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي .
د الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم دکابل په پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې چې د طالبانو چارواکو پکې د يو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چې دغه چاودنه نن سهار د ياد شوي هوايي ډګر په بهرني قراول کې رامنځته شوې ده.
ټکور زیاتوي، چې په دې چاودنه کې یو شمېر « هېوادوالو» ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د چاودنې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه دي ويلي.
کومې ډلې تر اوسه د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.