داعش د کابل په هوايي ډګر د برید مسئولیت ومنه
Jan 03, 2023 01:50 Asia/Kabul
داعش ترهګرې ډلې د کابل هوايي ډګر په پوځي برخې باندې د برید پړه ومنله
د فارس خبري آژانس په لیکنه، داعش ترهګرې ډلې د کابل په هوايي ډګر د حملې پړه منلې ده.
داعش ترهګرې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې په دغې حملې کښې ۵۰ کسان مړه او ژوبل شوې دي.
له دې مخکښې الجزیره چینل د طالبانو د یو امنیتي چارواکي له قوله ویلي وو چې د کابل د هوايي ډګر په چاودنه کښې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور زخمي شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تیره یکشنبه ویلې وو چې د کابل د هوايي ډګر په
پوځي برخې کښې یوه چاودنه شوې ده خو په اړه یې جزئیات نه وو ورکړي.
ټیګونه