پاکستان باید له لسمونکو څرګندونو ډډه وکړي
(last modified Wed, 04 Jan 2023 00:10:35 GMT )
Jan 04, 2023 04:40 Asia/Kabul
  • پاکستان باید له لسمونکو څرګندونو ډډه وکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کابینې ویاند د افغانستان پرضد د پاکستان د چارواکو په وروستیو څرګندونو باندې نیوکې سره وویل د اسلام اباد چارواکي باید له لسمونکو څرګندونو ډډه وکړي.

د پاکستان او د افغانستان ترمینځ د سرحدي جګړو له زیاتیدا او په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې له ترهګرې حملې وروسته په تیرو اونیو کښې د اسلام اباد چارواکو په ځلونو د افغانستان د طالبانو حکومت له ترهګرۍ په ملاتړ کولو او ټروریسټانو ته د پناه په ورکولو تورن کړی دی.

د طالبانو د کابینې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په پاکستان د حملو لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې په هکله د اسلام اباد د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل پاکستان ژمن دی چې د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د وروستیو شخړو د حل لپاره هڅه وکړي او له لسمونکو څرګندونو دې ډډه وکړي.

ذبیح الله مجاهد وویل طالبان په سیمه او افغانستان کښې سولې او ثبات ته ارزښت ورکوي او په دې زمینه کښې هڅه کوي.

هغه وویل طالبان د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکي دي خو څو ورځې کیږي چې د پاکستان چارواکو ناسمې خبرې کړي دي چې مونږ هغه د خواشینۍ وړ ګڼو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او دغه راز دفاع وزیر څو ورځې مخکې ویلي وو چې تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد استفاده کوي.