د افغانستان د زړه ناروغۍ ماشومان روغتونونو ته پيژندل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126026-د_افغانستان_د_زړه_ناروغۍ_ماشومان_روغتونونو_ته_پيژندل_شوي
زمونږ خبریال وايي څلوردیرش ماشومان چي د سوري زڕه ناروغان ول د افغاني سري مياشتي له لوري روغتونونه ته ور وپيژندل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2023 11:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان د زړه ناروغۍ ماشومان روغتونونو ته پيژندل شوي

زمونږ خبریال وايي څلوردیرش ماشومان چي د سوري زڕه ناروغان ول د افغاني سري مياشتي له لوري روغتونونه ته ور وپيژندل شول.

هغه 34 ماشومان چي د سوري زڕه ناروغي يي  درلوده د افغاني سري مياشتي له طرفه د فرانسويانو او آريانا روغتونونه ته ور وپيژندل شول.

 په تيرو سو مياشتو كي د افغانستان پلازمينه(كابل) كي (542) هغه ماشومان چي زڕونه يي سوري درلودل د افغانې سرې میاشتې له خوا بيلابيلو روغتونونو ته ور پيژندل شوي دي.

افغاني سري مياشتي پر خپل ټویټر پاڼې ليكلي دي چي، هر هغه ماشوم چي د سوري زڕه ناروغي لري، د هغه لګښت له (21000) تر (75000) افغانيو پوري رسیږي چې ټول لګښت یې افغاني سري مياشتي په خپله غاڕه اخيستي دي.

ویل کیږي په روغتونونو كي د درملني پر مهال د ناروغ او پايواز ټول مصرف هم د افغاني سري مياشتي له لوري ور كول كيږي.

باید وویل شي چه په افغانستان کې ډیری ماشومان د سوري زړه په ناروغۍ دې نړۍ ته راځي چې په درملنه یې والدین نه شې کولای ټول لګښتونه پرې کړي.