د افغانستان د سرچینو د نغرلو امریکائي نقشه ناکامه پاتې شوې
د امریکا مځکه پيژندنې ادارې پخپلو ترټولو وروستیو ارزونو کې دافغانستان معدني ارزښت څه دپاسه درې ټریلیّن ډالرو په ارزښت اټکل کړی دی.
په افغانستان کې د امریکا دبیا رغونې ادارې سیګار پرون په یوې اعلامیې کې منلې ده،د افغانستان له کانونو څخه د معدنونو دویستنې په برخې کې د کانونو د پراختیا او او ظرفیّتونو د زیاتولو په پلمه د افغانستان د طبیعي زیرمو د لوټ مار لپاهر د میلیونونو ډالرو پانګونې اوله اولس کلونو هڅو پسې د امریکا پروژه ناکامه پاتې ده.
سیګار موسیسې ، د افغانستان د له کانونو دغیر قانوني وستنې کارونه او فساد او همدرااز له دغې غوښتې سره د اړونده بیخ بینائي جوړښتونو نه شتون د واشنګټن د ناکامۍ دلیل بللی دی.
ددغه دفتر د اعلامیې په اساس، امریکا په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴کلونو کې له بهرنیو مرستو سره دافغانستان د اړوندوالي د ختمولو په پلمه د افغانستان د کانونو په برخې کې دپانګونې د جلبولو لپاره څه دپاسه نه سوه دوه شپیته میلیونډالره لګولي وو.دغه دفتر په افغانستان کې معدني فعالیتونو ته د لویدیځي شرکتونو د نظرپه جلبولو کې ددغه هیواد د پخوانیو حکومتونو بې وسي او ناکراري ، د واشنګټن د پلان د ناکامۍ نور دلیلونه بللي دي.
سیګار پخپل راپور کې،د افغانستان د طبیعي زیرمو د چور تالان د پروژې په اجرا کې د لټۍ په دلیل د امریکا نړیوالې پراختیا په ادارې او دتجارتي چارو پر وزارت په نیوکو سره ټينګار کړی دی ، دغه پروژه د امریکا له پانګونې سره سره خپلو هیڅ یوې موخې ته نه ده رسیدلې.
د وئيلو ده،د امریکا مځکه پيژندنې ادارې پخپلو ترټولو وروستیو ارزونو کې دافغانستان معدني ارزښت څه دپاسه درې ټریلیّن ډالرو په ارزښت اټکل کړی دی.