طالبان د شریعت په رڼا کښې له نړۍ سره تعامل کوي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو مشر هیبت الله اخوند زاده وویل له نړۍ سره زمونږ تعامل د اسلام د سپیڅلي دین د شریعت د احکامو په رڼا کښې دی او بل هیڅ ډول دلیل د منلو وړ نه دی.
په تیر یو نیم کال کښې چې طالبانو بیا واک په لاس کښې اخیستی دی د یواړخیزه سیاستونو د غوره کولو په دلیل په نړیوال ډګر کښې د دغه ډلې د حکومت له انزوا سره سره طالبان اوس هم د اسلام شریعت په پلمه ګرځولو سره په هیواد کښې د خپلو حکمونو د اجرا کولو هڅه کوي.
د طالبانو د حکومت مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د یوې امنیتي ادارې د کتنې په وخت ټینګار وکړ له نړۍ سره زمونږ تعامل د اسلام د سپیڅلي دین د شریعت د احکامو پراساس دی او زمونږ لپاره بل هیڅ ډول دلیل د منلو وړ نه دی.
هغه له ټولو کارکونکو وغوښتل چې ځانونه د اسلامي احکامو د اجرا لپاره چمتو کړي.