د ایران له لورې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126150-د_ایران_له_لورې_افغانستان_ته_د_بشردوستانه_مرستو_لېږد
د ایران اسلامي جمهوریت په کابل کې د وروستي چاودنې مجروحینو ته بشري او درملیزې مرستې استولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2023 10:00 Asia/Kabul
  • د ایران له لورې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد

د ایران اسلامي جمهوریت په کابل کې د وروستي چاودنې مجروحینو ته بشري او درملیزې مرستې استولي دي.

د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د خارجه وزارت مخې ته د چاودنې له امله په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي وویل: په لس ټنه درمل او درې نیم ټنه طبي سامان الاتو بار سي ۱۳۰ ډوله ایرانۍ الوتکه کابل هوایي میدان کې کښېناسته، د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانانو ملاتړ کوي او افغانان په هیڅ ډول حالاتو کې یوازې نه پرېږدي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته، امریکا د دې هیواد شتمنۍ کنګل کړي چي له امله یې په افغانستان کې اقتصادي حالات کړکېچن شوی دی.

ایران په تېر یو کال کې د خوړو او درملو په لسګونه مرستندویې جوپې افغانانو ته استولې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د سیمې یو شمېر هیوادونو افغانستان سره د خپلو په زیاتولو سره، هڅه کوي د افغانانو کړاوونو ته رسېدګي وکړي.