د‌ ښځو په اړه بندیزونه لنډ مهاله دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126166-د_ښځو_په_اړه_بندیزونه_لنډ_مهاله_دي
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد د دوی په غبرګون کې ویلي: نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هیڅوک باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 03:47 Asia/Kabul
  • د‌ ښځو په اړه بندیزونه لنډ مهاله دي

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد د دوی په غبرګون کې ویلي: نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هیڅوک باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

 

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د وروستۍ غونډې او اعلامیې هرکلی کړی.

ياد شوي سازمان او د غونډې د کوربه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه غونډه او اعلامیه کې پر ښځو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښودلې.

ترکي ولسمشر ویلي، چې د حجاب له مراعاتولو سره بیا هم د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو د دروازو بندول د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی.

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد د دوی په غبرګون کې ویلي: نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هیڅوک باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه زیاته کړه: د ښځو د تعلیم په اړه د مؤسسې اندېښنې د پوهېدو وړ دي، خو طالبان په دې برخه کې لنډمهاله ګام پورته کړی او دا اندېښنې به د مناسب چاپېریال له رامنځته کېدو وروسته حل شي.

طالبانو تېره مياشت په پوهنتونونو کې د نجونو ورتګ منع او ښځې یې په سیمه ییزو او نړیوالو بشري سازمانونو کې له کار کولو منع کړې.

دوی تر دې مخکې په دولتي ادارو او نورو ټولنيزو برخو کې هم د ښځو فعاليتونه منع کړي وو.

د طالبانو يادې پرېکړې په پراخه کچه په کور دننه او بهر سختو مخالفتونو سره مخ شوي دي.