په کندهارکې لسګونه ماشومان یخ وهلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126170-په_کندهارکې_لسګونه_ماشومان_یخ_وهلي_دي
په افغانستان کې د سختې يخنۍ او بادونو د څپې له پیل سره سم له نيمروز ولايت څخه د ۷ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 03:54 Asia/Kabul
  • په کندهارکې لسګونه ماشومان یخ وهلي دي

په افغانستان کې د سختې يخنۍ او بادونو د څپې له پیل سره سم له نيمروز ولايت څخه د ۷ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی.

‏‏‏‏د کندهار لپاره د طالبانو چارواکي وايي په شاولیکوټ، خاکرېز، نېش او ميانشین کي ۶۰ کسه يخ وهلي.

د دوی په وینا ، دغه کسان د مرګ د خطر سره مخ وو، خو اوس ژغورل شوي.

د دوی په وینا د ژغورل شویو کسانو ډېره برخه يې کوچنیان دي.

چارواکي وايي د دې تر څنګ په پنجوايي، ارغنداب او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د خلکو د ژغورلو هڅې شوي دي.

په افغانستان کې د سختې يخنۍ او بادونو د څپې له پیل سره سم له نيمروز ولايت څخه د ۷ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دغو کسانو کې ۶ تنه د نيشه يي توکيو کارونکي او يوه بله بې سرپرسته ښځه ده. ويل شوي، چې يادو کسانو سرپناه نه لرله.

له نيمروز او نورو ولايتونو څخه د سختې سېلۍ له امله د يو شمېر کورونو د نړیدو او مالي زيانونو خبر هم ورکړل شوی.

اوړمه شپه په کندهار کې یوه څو مياشتينۍ بېوزله ماشومه هم چې کورنۍ ېې سرپناه نه لرله، د سختې يخنۍ له امله مړه شوې وه.